د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وایي، دا ناستې به تر بین الافغاني خبرو مخکې د سولې خبرو لپاره د اجماع د رامنځته کېدو په هدف د ویډیو کنفرانس له لارې تر سره شي.
دی زیاتوي، لومړۍ ناسته به د دوشنبې په ورځ د جمهور رییس محمد اشرف غني په وینا پیل شي او دوه یمه ناسته د سه شنبې ورځ ترسره کېږي، چې په یاده ناسته کې به د افغانستان، چین او پاکستان د ستراتېژیکو موضوعاتو په اړه بحث وشي.
په ورته مهال درېیمه ناسته به د ویډیو کنفرانس له لارې وي او هغه ستر هېوادونه به په کې برخه واخلي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري کړي وي.
د افغان سولې په تړاو دا درې مهمې غونډې داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې په همدې اونۍ کې د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر وروستی شي او د رواني میلادي میاشتې په نیمایي کې به بین الافغاني خبرې پیل شي.