ads

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ تنه کورونا ناروغۍ مړه کړي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۷۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره او ۹۵۱ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
15 چنګاښ 1399
په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ تنه کورونا ناروغۍ مړه کړي

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې لسګونه مشکو کې نمونې کتل شوې، چې له ډلې یې ۲۷۹مثبتې تایید شوې.
په هېواد کې له دې وبا څخه تازه ۳۸تنه نور مړه شوي دي، چې د هېواد په کچه له دې ناروغۍ د مړو شمېر ۸۶۴ تنو ته ورسېد.
په ورته مهال له دغې ناروغۍ څخه هره ورځ سلګونه کسان رغېږي چې تر اوسه پورې د رغېدلو کسانو شمېر۱۹ زره او ۳۶۶ تنو ته رسېدلې ده.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA