ads

په ایران کې ګازو ۷۰ تنه مسموم کړي

ایران چارواکي خبر ورکوي چې د ګازو د تولید او چاڼ په یو مرکز کې د ګازو خپرېدو له کبله ۷۰ تنه مسموم شوي دي.

شمس الرحمن شمس
15 چنګاښ 1399
په ایران کې ګازو ۷۰ تنه مسموم کړي
دوی وایي، په دغه مرکز کې د تخنیکي ستونزې له کبله یاده پېښه رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په ایران کې د اوروژنې ډله شاوخوا نیم ساعت وروسته بریالۍ شوې چې د ګازو د لا خورېدو او د نورو کسانو د مسمومېدو مخه ونیسي.
د ایران حکومت څرګندوي چې رامنځته شوې پېښه به په جدي توګه وڅېړي او په اړه به یې ورستي معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
بلخوا، د ایران روغتیایي چارواکي د ځینو مسمومو شوو کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي او زیاتوي چې یاد کسان له روغتون څخه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA