ads

هند د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ښوونیزې پروژې پلې کوي

په کابل کې د هند د سفیر ویني کمار او افغان چارواکو ترمنځ ګډه خبري ناسته وشوه، چې پکې هند له افغانستان سره په ښوونیزه برخه کې د ۲،۶میلیونو ډالرو په ارزښت د پنځو ښوونیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

محمدخان بریال
15 چنګاښ 1399
هند د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ښوونیزې پروژې پلې کوي

ښاغلي کمار د یکشنبې په ورځ له افغان چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دوی په مالي لګښت به په راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال کې په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې بېلابېلې ښوونیزې پروژې پلې شي.
بلخوا، د افغانستان د اقتصاد وزیر مطفی مستور همدې غونډې ته وویل، د هند په مالي مرسته په بدخشان او خوست کې ښوونځي، په فراه کې د لوړو زده کړو موسیسه او په کاپیسا ولایت کې بیا د البیروني پوهنتون سړک رغول کېږي.
د هند سفیر د خپلو خبرو په ورستیو کې له افغان حکومت سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ او د افغانانو په مالکیت یې د سولې د ملاتړ خبر ورکړ.
باید یاده شي چې هند په تېر کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA