روغتيا پالان او هېوادوال اندېښنه څرګندوي چې د قرنطين محدوديتونو ته نهپاملرنه، د ورزشي لوبغالو، کلپونو، جمنازیمونو او نورو ډېرو داسې ځايونو بيا پرانیستل چې ګڼهګوڼه پکې زياته وي، ښايي يو ځل بيا کنټرول شوی حالت پر ګواښ بدل کړي.
د روغتيايي برخې متخصص فاروق ننګيال وايي، افغانستان کې د کورونا ویروس ګراف مخ پر ټېټېدو دی او د دغه وضعيت د کنټرول په هدف دې ټول صحي موارد جدي مراعات شي.
دی زياتوي، په داسې حساس وخت کې په ورزشي لوبغالو، کلپونو، هوټلونو او نورو ځايونو کې د خلکو راټولېدنه، ښايي وضعيت بياځلي نازک او د اندېښنې وړ کړي.
بل لور ته کابل ښاريان هم د ورزشي لوبغالو، کلپونو او جمنازيمونو بيا پرانیستو ته اندېښمن دي او پر کابل ښاروالۍ او روغتيا وزارت غږ کوي چې په دې برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي.
کابلمېشتی عصمتالله هوتک وايي، د پخوا په پرتله کورونايي کنټرول ښه شوی او په دې برخه کې د تجمعاتو زياتېدل ډېرې ستونزې زېږولی شی.
کابل ښاروالي بيا وايي، د کابل نيمايي ورزشي کلپونو ته يې په مشروط ډول د فعاليت اجازه ورکړې او دا کلپونو د ټولو صحي مواردو په پام کې نيولو سره فعاليت کوي.
د ښاروالۍ د نشراتو رييس نعمتالله بارکزی وايي، هغه څارنه چې دوی د بيا پرانیستل شويو کلپونو کړې، په کافي اندازه ترې خوښ دي.
دی زياتوي، تر اوسه له بيا پرانیستل شوو کلپونو داسې کوم تخطي نهده ليدل شوې چې دوی یې فعاليت بياځلي وځنډوي.
بل لور ته د عامې روغتيا وزارت د وروستيو مالوماتو لهمخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو د کورونا ویروس ۲۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، ۲۰۲ کسان بېرته روغ شوي او ۳۸ کسان بيا مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا دوو اونيو راهیسې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ګراف مخ پر ټېټېدو دی، اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبتېږي، حال دې چې دوې اونۍ مخکې هره ورځ شاوخوا ۹۰۰ مثبتې پېښې ثبتېدلې.