ads

کورونا د مشرانو او ولسي جرګې ځینې غړي نیولي

د دواړو جرګو اداري پلاوي څرګندوي، د ولسي جرګې ۱۵غړي او د مشرانو جرګې اته غړي په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

شمس الرحمن شمس
15 چنګاښ 1399
کورونا د مشرانو او ولسي جرګې ځینې غړي نیولي
د سرچینې په وینا، د ناروغو وکیلانو د غیر حاضرۍ له کبله غونډې ځنډولې او په ورستیو اونیو کې یې نصاب هم نه دی بشپړ شوی.
د دوی د معلوماتو پر اساس، ځینو وکیلانو له کورونا ناروغۍ څخه سختې ورځې تېرې کړې او ځیني نور یې لاهم په کورونو کې قرنطین دي.
د مشرانو جرګې د درالانشاء مشر مولوي عبدالله قرلق رسنیو ته دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده، د یادې جرګې اته غړي په کورونا اخته شوي، چې په خبره یې اوس قرنطین دي.
همدارنګه د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي هم رسنیو ته منلې چې د دوی ۱۵ ملګري په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر شنبې ورځې ۳۲ زره او ۶۷۲ تنه په کورونا ناروغۍ اخته شوي او ۸۲۶ تنه ترې مړه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA