د راپورونو له مخې پاکستان هېواد کې ۲۲ سېکان هغه وخت ووژل شول کله چې موټر یې له یوه اورګاډي سره ټکر وکړ.
د پاکستاني چارواکو په خبره یاد سېکان پنجاب ایالت ته د مذهبي مراسمو لپاره وان و چې په لار کې له دې پېښې سره مخ شول او بس کې له ۲۶مسافرو څخه یې ۲۲تنه ووژل شول او نور سخت ټپیان شول.
د معلوماتو له مخې دا سېکان د پېښور اوسېدونکي وو او داسې ویل کېږي چې ټول مسافر د یوې کورنۍ غړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره فبرورۍ میاشت کې هم یو اورګاډي له یوه بس سره ټکر له کبله لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ