ads

محمد یوسف غضنفر د کرونا له کبله ترکیه کې ومړ

په سوداګریزو چارو او اقتصادي پراختیا کې د جمهور رییس محمداشرف غني ځانګړی استازی محمدیوسف غضفر په کورونا وایرس اخته شوی و او له همدې ناروغۍ څخه تېره شپه ومړ.

شمس الرحمن شمس
14 چنګاښ 1399
محمد یوسف غضنفر د کرونا له کبله ترکیه کې ومړ

د اقتصادي او سوداګرۍ ودې او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د جمهور رییس محمد اشرف غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر په ترکیه کې د کرونا له کبله وفات شو.

محمد یوسف غضنفر تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهور رییس له کلکو ملاتړ کوونکو څخه یې یو و.

جمهور رییس غني د محمد یوسف غضنفر په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړې ده او  د نوموړي مړینه یې د نظام لپاره لویه ضایع بللې.

یوسف غنضنفر په ۱۳۴۴ لمریز کال په بلخ ولایت کې زېږېدلی و او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې یې د بلخ د خلکو استازی پاتې شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA