ads

سولې ته هیلې؛ که نهیلی؟

د نن ورځې تبصره

کلید
14 چنګاښ 1399
سولې ته هیلې؛ که نهیلی؟

کلونه کلونه وشول چې په سیاسي بهیر کې د طالبانو د راګډولو او جګړې د ختمولو له‌پاره هڅه کېږي.

په تېره بیا دا هڅې له هغه راوروسته چټکې او تېزې شوې چې افغاني‌اصله امریکايي ډپلومات زلمی خلیل‌زاد د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازي په توګه د افغانستان سولې کشالې د حل له‌پاره وګومارل شو.

 خلیل‌زاد تر ټاکل کېدو وروسته کابل، اسلام‌اباد، قطر او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته په لسګونه ځله سفرونه وکړل او بالاخره د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په فبرورۍ کې یې له طالبانو سره یوه تړون هم امضا کړ چې له مخې یې امریکایانو او طالبانو پر یو بل بریدونه او حملې ودرولې او خوندیتوب یې ترلاسه کړ.

اوس چې د دغه تړون له امضا څخه څه دباندې څلور میاشتې تېرېږي او اړتیا وه چې بین‌الافغاني خبرې پیل شوې وای او اوربند شوی وای، خو په عمل داسې ښکاري چې افغانانو ته دې له دغو هڅو څخه ډېر څه په لاس نه‌وي ورغلي.

دا خبره په دې دلیل کېږي چې د قضیې ښکېل لوري د افغانستان سولې د خبرو اترو له‌پاره نه‌یوازې روښانه دریځونه نه‌لري، بلکې ځینې وخت په داسې موضع‌نیونو هم لاس پورې کوي چې له کبله یې سولې ته د رسېدو لاره چاره لا پېچلې کېږي.

د بندیانو د خوشې کولو بهیر ځنډېدل او د دغې پروسې له حده زیات غځېدل، د مصالحې شورا خاموشې او نه تحرک، د امریکايي مقاماتو له لوري له افغانستان څخه د وتلو خبرداری او ګواښ، د امریکايي مقاماتو له خوا له طالبانو سره سوله او بیا د دوی له خوا د بې‌باورۍ څرګندول او له القاعده سره د اړیکو پر دوام د هغوی پرله‌پسې تورنول، د افغانستان حکومت له لوري د سولې پنځې کلنې طرحې وړاندې کول او له دې پرته هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه نه‌اېښودل، د موقت او عبوري حکومت پر سر د ارګ او مصالحې شورا ترمنځ اختلافات او بالاخره د روسیې او امریکا ترمنځ وروستي راټوکېدلي جنجالونه، نه‌یوازې د افغانستان سولې په رابطه سیمه‌ییزه اجماع ننګولی شي، بلکې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو په رابطه هم شکونه پیدا کوي.

 سربېره پر دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون نه‌عملي کېدل او په دې اړوند د امریکایانو بې‌غوري، په تېره بیا د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د دغه تړون چورلټ نقضیدل او د تړون خلاف، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مرکزو باندې وسله‌والې حملې، د ښارونو په دننه کې د هدفي وژنو ترسره کېدل، د دولتي او نادولتي کسانو، حتا ښځو او ماشومانو وژنه، د مقناطیسي، چسپکي او سړک غاړې ماینونو چاودنې او بالاخره په ځینو ښارونو لکه ترینکوټ ښار باندې جبهه‌ای حملې او بریدونه او په ټوله کې په دې څلورو میاشتو کې د شاوخوا پنځلس‌سوه ملکي وګړو مرګ ژوبله، له هغو پېښو شمېرل کېږي چې د سولې او په ټوله کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په اړوند خلک بې‌باوره کولای شي.

 خو له دې ټولو ناهیلیو او تاوتریخوالي له دوام سره سره، ولس بیا هم هیله‌من دي او د بین‌الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته شیبې شماري، یعنې هغه خبرې اترې چې باید د مارچ تر ۱۰مې پیل شوې وای او نن یې باید موږ د یوې پایلې او نتیجې شاهدان وای.

اوس چې دغسې یوه پایله نه ترسترګو کېږي د قضیې یو اړخ دی، خو دا چې ویل کېږي د جولای په نیمايي کې به د بین‌الافغاني مذاکراتو شاهدان وو، یو هیله‌بښونکی امر دی او جداً اړتیا لیدل کېږي چې د قضیې ټول ښکېل لوري په دې منځ کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا او دغه فرصت له لاسه ور نه‌کړي.

د دې له‌پاره چې دغه خبرې پریالۍ وي، په لومړي ګام کې اړتیا ده چې نړیواله ټولنه په تېره بیا امریکا له طالبانو سره کړې هوکړه په بشپړ ډول تطبیق کړي او تر دې زیاته اجازه ورنه‌کړي چې د تاوتریخوالي په لا نور زیاتېدلو سره د افغانستان سولې پروسه لا پسې پېچلې شي.

په دویم ګام کې طالبان او حکومت که چېرې واقعاً د سولې پلوي کوي او د ولس په سترګو کې خاورې نه‌شیندي، پکار ده چې حتا تر بین‌الافغاني خبرو اترو دمخه اوربند وکړي او یا حد اقل د بین‌الافغاني خبرو اترو لومړنۍ پرېکړه باید اوربند او د تاوتریخوالي درول وي. په درېیم کې درې واړه لوري، یعنې د افغانستان حکومت، د امریکا متحده ایالات او طالبان دې د یو بل پر وړاندې له جګړه‌ییزو ادبیاتو، یعنې د هغو ادبیاتو له کارولو ډډه وکړي چې بې‌باوري رامنځ ته کوي.

 بالاخره خلک په ټوله کې هیله لري چې د قضیې ټول اړخونه باید عملي او رښتینې اقدامات وکړي، قرباني ورکړي، له خپلو امتیازاتو تېر شي، تاوتریخوالی او د ولس‌وژنه ودروي او ولس ته په عمل کې وښيي چې دوی سوله غواړي او د دوی هر څاڅکی وینه ورته د ارزښت وړ ده، خو له دې پرته که چېرې سوله هم وشي، نو ټول ښکېل اړخونه به د ولس له سترګو لوېدلي وي او په ټولنه کې به هېڅ ځای ونه‌لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA