ads

د کابل خیرخانې سیمه کې چسپکي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

د کابل امنیه قوماندانۍ خبر ورکوي چې نن سهار یوولسمې حوزې اړوند خیرخانه کې د پولیسو پر رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنې له کبله دوه تنه ټپیان شول

شمس الرحمن شمس
14 چنګاښ 1399
د کابل خیرخانې سیمه کې چسپکي ماین چاودنې دوه تنه ټپیان کړل

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرارمز کلید ته وویل چې نن سهار ۷:۲۱دقیقې د یوولسمې امنیتي حوزې په خیرخانې سیمه کې د پولیسو رنجر پوري نښلول شوي ماین چاودنې له کبله دوه ته ټپیان شول.

 د نوموړي په خبره په ټپیانو کې یو پولیس او یو عام وګړی شامل دی

تر اوسه ددې پېښې مسوولیت کوم وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA