طالبان: په هېواد کې د امریکایي سرتیرو پاتې کېدل د جنګ د دوام په مانا دي

په داسې حال کې چې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې امریکا غواړي د دغه هېواد له ټاکنو وروسته هم څلور زره امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي خو طالبان وایي، چې له امریکا سره د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته که امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې کیږي، نو دا به د جنګ د دوام په مانا وي.