ads

خلیلزاد له ملابرادر سره د بین الافغاني خبرو پیل په اړه خبرې کړې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په دوام قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي او له هغوی سره یې د سولې پروسې، د بندیانو خلاصون او بین الافغاني خبرو په ژر پیل خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
14 چنګاښ 1399
خلیلزاد له ملابرادر سره د بین الافغاني خبرو پیل په اړه خبرې کړې دي

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو په دوام قطر کې له طالب چارواکو سره کتلي دي او له هغوی سره یې د سولې پروسې، د بندیانو خلاصون او بین الافغاني خبرو په ژر پیل خبرې کړې دي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه په خپل ټوېټر پاڼه ویلي چې قطر کې یې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره یې د افغانستان پر اقتصادي ودې هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د اقتصادي ودې لپاره سوله یو مهم شرط دی.

طالبان ویلي چې تر پنځه زره طالب بندیانو خوشې کولو سره به په یوه اوونۍ کې د سولې مخامخ خبرو ته چمتو شي، چې تر اوسه دا لړۍ روانه ده او دواړو لوریو یو بل ته بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې تر بین الافغاني خبرو وړاندې د پنځه زره طالب بندیانو او زر حکومتي بندیانو خلاصون په اړه یادونه شوې ده.

خلیلزاد قطر ته داسې مهال سفر کوي چې تر وړاندې یې تاشکند کې یې له ازبک او په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي او هغوی یې اقتصادي همکاریو ته هڅولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA