پاکستان کې روغتیایي چارواکي خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ څخه ۷۸تنه نور مړه شوي دي چې له دې سره په دې هېواد کې د مړیو شویو کسانو شمېر۴۵۵۱تنو ته ورسېد.
د دوی په خبره تازه په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۰۸۷نور کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي چې ورسره په کرونا داخته کسانو شمېر له ۲۲۲زره څخه اوښتی دی.
د معلوماتو له مخې د پاکستان په رغتونونو کې د ۲۴۷۹ناروغان وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی؛ خو تر اوسه پورې هلته له دې ناروغۍ څخه کابو یو لک ۱۳زره۶۲۳تنه ښه شوي او خپل عادي ژوند مخ ته وړي.
په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ څخه له ۵۲۱زره څخه پورته خلک قرباني شوي دي او په دې ناروغۍ له لس میلیونو څخه زیات خلک ککړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ