د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، د جلال آباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د موټرو په یو سرای کې تېره شپه ۱۲ بجې اور لګېدنه رامنځته شوې چې ۱۸ موترې پکې سوځېدلې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه اورلګېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ زره ډالره مالي زیان اوښتی دی.
تر اوسه د اورلګېدنې علت نه دی معلوم شوی.
ډیر کله دا ډول پېښې د بې پراویۍ له امله رامنځته کیږي چې له امله یې خلکو ته درانه زیانونه اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ