روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۰۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۲زره او ۴۳۲ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۲۹۰ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۸۱۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۷ زره او ۳۱۷ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ