ads

نورستان ته تلونکي سیلانیان دې ولایت ته د تللې لارې له خرابوالي شکایت کوي

سیلانیان له حکومت غوښتنه کوي چې نورستان ته غځیدلې لارې په پاخه او اساسي ډول جوړې کړي څو د هرې سیمې خلک وکولای شي په ډاډه زړه دغه ولایت ته سفر وکړي.

جان اغا صالح
13 چنګاښ 1399
نورستان ته تلونکي سیلانیان دې ولایت ته د تللې لارې له خرابوالي شکایت کوي

په ورته وخت کې ولایتي چارواکي وایي، چې په لومړي ځل به د نورستان مرکز پارون ته ورغلې ۲۱ کیلو مټره سرک قیر شي.

نورستان ته تلونکي سیلانیان دې ولایت ته د غځیدلې لارې په اوږدو کې له ستونزو شکایت کوي.

نورستان چې تازه دریم ملي پارک اعلان شوی خو لا یې هم پنځه ولسوالۍ مرکز پارون ته لار نه لري

دغه ولایت چې له طبعیې ښکلا برخممند دی، ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.

نورستان ته تلوونکي سیالان شکایت کوي چې ډیر کله له کونړه نورستان ته په خام او کندو کپر سرک پنځه ساعته مزل ګالي دوی له حکومت نورستان ته د غځیدلي سرک د جوړیدوغوښتنه کوي.

(( نوم رفیع الله دی نورستان ته تګ مې لوی ارمان و خو ستونزه یې د لارې ده که سرک یې پوخ شي نو بیا خلک په ډیره اسانۍ وکولای شي نورستان سفر وکړي او له منظرو یې خوند واخلي.))

د نورستان ځایي اوسیدونکي ګیله مند دي او وایي، هغاغسې چې لازمه ده حکومت ورته پام نه دی کړی.

((هر کال حکومت ژمنې کوي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي کړې هسې سرکونه په اساسي ډول نه جوړوي څنګه چې دخلکو اړتیا ده.))

په همدې حال کې د نورستان ځآیي چارواکي وایي، چې دغه ولایت ته یې د پرمختیایي چارو په برخه کې د پام وړ کار کړی.

د نورستان مرستیال والي هاشم فیضي وایي، چې تازه یې مرکز پارون ته د ورغلې لارې د پخیدو هڅې پیل کړي دي.

هغه وایي، په لومړي ځل به پارون ته ۲۱ کیلو مټره غځیدلی سرک قیر شي.

(( هڅه کوو چې د سرک د قیر کیدو او نور چارې ګړندۍ شي ځکه دلته نورستان کې فقط شپږ میاشتې کار کیږي او په نورو میاشتو کې بیا وارورې وي چې کار نشو کولای.))

ل شوېده د چاپیریال ساتنې ملي اداره په راتلونکو پنځو کلونو کې په دغه سیمو کې د طبیعي ښکلاګانو د ساتلو اواو ددغو ښکلاوو لا انکشاف لپاره دیرش میلیونه ډالر لګوي.

 له نورستان سربیره کونړ هم په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA