جمهور رییس د امر داسې مهال ورکوي چې په دې ورستیو کې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د ځانګړې بودیجې د مصرف او د شوې فساد په اړه رسنیو څخه بېلابېل راپورونه خپاره شول.
په همدې حال کې د افغانستان د تفتیش ادارې مشرې غزال حارث هم د رسنیو لخوا د غلا او فساد په اړه د خپاره شویو راپورونو څېړل خپل لومړیتوب ګرځولی.
نوموړې ویلي دي چې لومړی د پژواک خبري اژانست د هغه رپوټ په اړه څېړنه کوي چې په کې ویل شوي، له افغانستان څخه پاکستان هېواد ته د مصنوعي تنفس ماشینونه قاچاقي وړل شوي او بیا خرڅ شوي دي.
د افغانستان د تفتیش ادارې مشرې وایي، دویمه څېړنه یې د هشت صبح رسنۍ د رپوټ په اړه ده چې پکې د بودیجې د ضایع کېدو خبره شوې.
د نوموړې په خبره درېیمه موضوع چې ډېر شکایتونه پرې شته هغه روغتیایي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو نه ورکول دي چې ژر به یې لامل معلوم شي او همدارنګه زیاتوي چې د مرکز او د هېواد ټولو ولایتونو ارزونه به له سره وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

