ads

طالبان: امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي

طالبانو د امریکا د هغه راپور پر وړاندې غبرګون ښودلی چې ویلي وو، طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره کومک او همکاري کوي.

شمس الرحمن شمس
13 چنګاښ 1399
طالبان: امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي

طالبانو وایي، چې امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ناسمو معلوماتو پر بنیاد دې پروپاګند نه کوي.

د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي دي، نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او یا نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په دې اساس وخت کې د امریکا دفاع وزارت ته نه وه په کار چې دا ډول بې مسؤلیته راپور خپور او پروپاګند وکړي.

طالبانو په امریکا غږ کړی، چې خپله نظامي د ستګاه کې هغه اشخاص له پروپاګند څخه منعه کړي چې ممکن په افغانستان کې لاهم د جګړې غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دوحې تړون کې منلې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د دوی تر واک لاندې سیمې امریکا ته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA