ads

د امریکې استخباراتي مشرانو د کانګریس له یو شمېر مشرانو سره پټې خبرې کړې دي

د امریکې استخباراتي مشرانو پرون د کانګریس غړو سره د بندو دروازو ترشا ناسته کړې ده او هغوی ته یې د هغه راپور په اړه معلومات ورکړي دي چې په کې ویل شوي وو چې روسیه طالبانو ته د امریکایي سرتېرو په وژل انعام ورکوي.

شمس الرحمن شمس
13 چنګاښ 1399
د امریکې استخباراتي مشرانو د کانګریس له یو شمېر مشرانو سره پټې خبرې کړې دي

دا ناستنه داسې مهال کېږي چې کانګریس یو شمېر مخکښو غړو د روسې له لوري طالبانو ته د امریکایي سرتیرو د وژلو په وړاندې د انعام ورکولو راپورونو په اړه له استخباراتي مشرانو څخه د معلوماتو غوښتنه کړې وه.

په دې ناسته کې د امریکا د استخاراتو مرکزي ادرې مشره ګینا هاسپیل او ددې هېواد د ملي استخباراتو د رییس جان راتکلیف په شمول جګپوړو استخباراتي چارواکو او د کانګریس اتو مخکښو غړیو ګډون درولود.

د کانګریس په هغو غړیو کې چې په دې اړه معلومات ورکړل شول، د استازو جرګې رييسه ننسي پلوسي، د سنا جرګې د اکثریت مشر میچ مکنل او د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو څو مخکښ مشران شامل ول.

د کانګریس له دغو اتو مشرانو سره د استخباراتي ادارو له لوري په منظم ډول هر څه موده وروسته مهم استخباراتي معلومات شریکېږي.

پلوسي تر دې غونډ‌ې مخکې وویل، هیله لري چې جمهوریپال غړي په غونډه کې حقیقتونه ومني. دې د روسیې پر ضد د نورو بندیزونو غوښتنه هم وکړه.

سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور رییس ټرمپ ته د استخباراتو له لوري په دې اړه څه نه و، ویل شوي چې روسان په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام ورکوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې روسانو له طالبانو سره مالي او پوځي مرسته کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA