ads

ګران هېواد: راتلونکې اونۍ د افغان سولې په تړاو دوې غوندې جوړېږي

د افغانستان بهرینو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، جمهور رییس محمد اشرف غني د ترکمستان او ازربایجان له جمهور رییسانو سره د افغان سولې په تړاو د ویډیویي کنفرانس له لارې خبرې وکړې؛ چې پکې له کورونا سره پر مبارزې او د سیمه ییزې همکارۍ پر پراختیا هم بحث وشو.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1399
ګران هېواد: راتلونکې اونۍ د افغان سولې په تړاو دوې غوندې جوړېږي

په ورته وخت کې دی وایي، په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د شلو هېوادونو، د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو او د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون یوه ګډه غونډه وشي او د دې تر څنګ به د ۱۹ نور نړیوالو هېوادونو په شمول بله غونډه هم ترسره شي.
د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د بین الافغاني خبرو پر پیل، د بندیانو پر خوشي کېدو او په هېواد کې د تلپاتې اوربند پر ټینګېدو خبرې اترې وشي، چې هدف یې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا ښودل شوې ده.
بلخوا، ګران هېواد دا هم وویل چې په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو د ستراتیژیک ډیالوک درېیمه ناسته هم کېږي.
دا ناستې پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو بین الافغاني خبرې پيل شي او لومړۍ ناسته به یې په دوحه کې وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA