ads

پکتیا سوداګر: ډنډ پټان لارې تړلو میلیونه افغانۍ زیانمن کړي یو

د پکتیا سوداګرو او صنعتکارانو نن په مرکز ګردیز کې د یوې خبرې ناستې پر مهال ګواښ وکړ که د نورو لارو په څیر د پکتیا ډنډ پټان لار له ګاونډې هېواد پاکستان سره ژر تر ژره خلاصه نه شي پراخ مدني حرکتونه به پیل کړي .

خیرالدین ذکي
12 چنګاښ 1399
پکتیا سوداګر: ډنډ پټان لارې تړلو میلیونه افغانۍ زیانمن کړي یو

دوی وویل له دریو میاشتو راهیسې یې د ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې ته سلګونه بار موټر ولاړ دي چې له امله یې د دې ولایت سوداګرو ته اویا میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
« یوازینۍ لار چې موږ يې له پاکستان سره لرو هغه ډنډ پټان ده چې بنده ده، په دې کې اکثره تجاران چې هغې غاړې ته يې مالونه ولاړ دي تر اویا میلیونه افغانیو شاوخوا زیان ورته رسیدلی. له مرکزي حکومت څخه مو غوښتنه داده چې وجه او علت يې څه دی او ولي له پکتیا سره دوه ګونی چلند کیږې.»
د پکتیا صنعتکارانو ټولنې مشر فضل الدین جلالزی وایي په دغه ولایت کې تر ۳۰۰ کوچنیو او لویو پانګوالو د پانګونې په موخه نوملیکنه کړې خو حکومت ورته د هغه په خبره د همکارۍ پر ځای ستونزې جوړوي .
جلالزي وویل د امنیت ستونزو تر څنګ د صنعتي پارک او برېښنا نه شتون هغه خنډونه دي چې له امله یې د پانګونوالو زړه له کاروبار څخه تور شوی دی .
« تر نن ورځې پوري دولت پکتیا ته څه کړي دي د هېواد څلویښت سلنه صنعتکاران پکتیا وال دي ، په ټولو ولایتونو کې پکتیا وال شتون لري چې تجارت وکړي. موږ درې سوه کسانو په صنعتي پارک کې د پانګونې په موخه نوملیکنه کړې ده مګر کوم چلند چې نن ورځ د افغانستان حکومت له موږ سره کوي د صنعتکارانو ملا ماتوي.»
د پکتیا سوداګرۍ خونې مشر نصیر علم یار د یادي خبرې ناستې پر مهال وویل د هېواد نوري ډيري لارې اوس بېرته د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصي دي.
نوموړی هم وايې پکتیا سوداګرو ته په تېرو څو میاشتو کې د ډنډ پټان لاري تړل کیدو شاوخوا اویا میلیونه افغانۍ زیان رسولی، که خلاصه نه شي ډیری پانګوال به له تجارت او سوداګرۍ څخه لاس واخلي.
« دغه یوه ترانزیټي لاره ده چې په وروستیو کې يې د سوداګرو لپاره لويي ستونزې پیدا کړې دي، زموږ هغو کسانو چې په دې لاره باندې يې کاروبار کاوو هغوی له کاره لوېدلي دي. د اویا میلیونه افغانیو په شاوخوا کې زموږ سوداګرو له دې امله زیان کړی چې خپل موټرونه يې د پولې هغې غاړې ته پاکستان کې بند پاتې دي.»
یاده دي وي چې په پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل تازه پر خپل فېسبوک پاڼه هم ليکلي چې د روانې چنګاښ مياشتې په ۲۲ نېټه به د پکتيا ډنډ پټان او د پکتيکا انګور اډې لويې لارې د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر مخ پرانيستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA