ads

پنټاګون: طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعده سره همکارۍ ته دوام ورکوي

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې طالبان باید له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې، خو د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د افغانستان په اړه پخپل تازه راپور کې وایي، د طالبانو ډله لاهم د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې له څانګې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

محمدخان بریال
12 چنګاښ 1399
پنټاګون: طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعده سره همکارۍ ته دوام ورکوي

په ورته وخت کې په یاد راپور کې دا هم ویل شوي، چې پر القاعده پورې تړلې سیمه‌ییزې ډلې له طالبانو سره اړیکې لري او پر امریکایي سرتیرو او د نورو هېوادونو پر ځواکونو او وګړو په بریدونو کې خپلې ګټې ویني.
د سرچینې په وینا، د هند د نیمه لویې وچې لپاره د القاعده ډلې څو ځله د طالبانو له ټیټ پوړو چارواکو سره اړیکې نیولې او دا اړیکې د زده کړو او ساتنې په هدف ترسره شوې دي.
تر دې وړاندې افغان حکومت هم طالبان تورن کړي چې د دوحې له شوې هوکړې یې سرغړونه کړې، په دې وروستیو کې یې تاوتریخوالي ته زور وکړی او د افغان ځواکونو په شمول یې پر ملکي وګړو لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.
خو طالبانو تر اوسه د پنټاګون د دغه راپور په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA