ads

د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت امنیتي حالت ته اندېښمن دي

د غزني يو شمېر مدني فعالان د یاد ولایت روان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، د دغه ولایت نهه ولسوالۍ سقوط دي، يو شمېر نور یې د سقوط له ګواښ سره مخ دي او ترڅنګ یې د غزني مرکز د سقوط اندېښنې هم وجودې دي.

منصور یوسفزی
12 چنګاښ 1399
د غزني اوسېدونکي د دغه ولایت امنیتي حالت ته اندېښمن دي
دوی د امنيتي ګواښونو پړه پر حکومت اچوي او وايي، د غزني امنيتي وضعيت ته یې هېڅ ډول پاملرنه نه‌ده کړې او اوسېدونکي یې هره ورځ د ناامنۍ، جګړو او قتلونو شاهدان دي.
مدني فعالانو نن د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې شدت زور اخیستی او ان دا جګړه د غزني تر مرکزه رسېدلې.
مدني فعال عبدالاحد عطايي وايي، د غزني اوسېدونکي له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
د هغه په خبره، په غزني کې پر وسله‌والو طالبانو سربېره نورې ترهګرې ډلې هم فعاليت لري او د يو شمېر ولسواليو په سقوط کې له طالبانو سره همکاري کوي.
دی زیاتوي، د غزني ۹ ولسولۍ سقوط، ۴ یې امن او ۳ نورې بيا د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دي.
مدنې فعاله خاطره سلطاني بيا وايي، د غزني امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په لوري روان دی او اندېښنې دا دي چې دغه ښار به يو ځل بيا سقوط شي.
د سلطاني په وینا، وسله‌وال مخالفين د غزني شاوخوا ولايتونو ځوانان په خپلو ليکو کې جذبوي او دا هم د ناامنۍ يو تر ټولو مهم لامل دی.
له غزني څخه راغلی ځوان صبور بيات بيا څرګندوي، ناامني، ترور، زنځیري وژنې، په لویو او سوداګریزو لارو کې ناامنۍ، د وسله‌والو له‌ خوا باج‌ګیري، برېښنا نشت او مخابراتي شبکو پرې کېدل هغه ستونزي دي چې دوی ورسره مخ دي.
دی زياتوي، په دغه ولايت کې ځوانان د فقر، بيکارۍ او کاري فرصتونو نشت له امله له يوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي، يو شمېر يو نشه‌يي توکو ته مخه کوي او يو شمېر نور یې بيا په دې لټه کې دي چې هېواد پرېږدي.
بل لور ته د غزني والي وياند وحيدالله جمعه زاده هم مني چې وسله‌وال مخالفين په یاد ولايت کې فعاليت لري، خو زياتوي، تازه دمي ځواکونه رارسېدلي، د خاصو قطعاتو قوماندان همدلته دی او په امنيتي وضعيت کې به د پام وړ بدلون رامنځ ته شي.
نوموړی وایي، د غزني مرکز د سقوط له ګواښ سره مخ نه‌دی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د اندېښنې پرځای دې خپل ورځنۍ چارې پرمخ يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د غزني ولايتي شورا يو شمېر غړو تاييد کړې وه چې د پاکستان له پنجاب ايالت څخه شاوخوا ۶۰۰ وسله‌وال غزني ته راغلي چې په ده‌يک او اندړ ولسواليو کې پراخ فعاليت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA