د ده په وینا، طالبان باید افغان نظامیان او نور بندیان ازاد کړي، څو دا پروسه یو اړخیزه نه شي.
بلخوا، جمهور رییس وویل، اندونیزیا، ازبکستان، المان، ناروې، روسیې او چین د بین الافغاني خبرو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې، خو په خبره یې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي.
هغه زیاته کړه، د امریکا په مشرۍ د افغان سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره تازه هڅې پیل شوې، خو تر اوسه یې وخت نه دی ټاکل شوی چې کله به پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پایتخت دوحه کې د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د واشنګټن او طالبانو تر منځ د هوکړې پر اساس افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴۰۰۰ زره بندیان خوشي کړي او طالبانو هم تر اوسه د حکومت تر ۵۰۰ ډېر بندیان ازاد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ