د جمهور رییس د وياند مرسيتاله درانۍ وزیري وايي، جمهور رییس غني ژمن دی چې نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره واستوي، خو په خبره یې د کابینې د ۵۰ سلنه غړو نوملړ د عبدالله له لوري ارګ ته نهدی استول شوی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی بيا وايي، حکومت بايد د نوې کابينې غړي د باور رایې ترلاسه کولو په هدف له پسرلنیو رخصتيو څخه مخکې معرفي کړي.
د ملي شورا د قانون لهمخې، د زمري له لومړۍ نېټې پسرلنۍ رخصتۍ پيلېږي او ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
د ولسي جرګې لومړی مرستيال محمد میرزا کټوازی وايي، جمهور رییس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس د کافي فرصت په لرلو سره بيا هم نوماند وزیران ولسي جرګې ته نهدي معرفي کړي.
د کټوازي په خبره، د ولسي جرګې داخلي کمېسيون به د نوماند وزیرانو اسنادونه په پوره دقت سره وڅېړي او هغه نوماندان چې دوه تابعيته لري، د باور رایه نه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې يو شمېر سياسي شنوونکي بيا د سرپرست وزیرانو د کار دوام د قانون خلاف او د فساد اصلي لامل بولي.
د سياسي چارو شنوونکی عینالله بېګ وايي، د نظام او حکومت دننه سياسي اختلافات د سرپرست وزیرانو د کار دوام لامل شوي دي.
دی زياتوي، اداري فساد او د وزیرانو بېکفايتي د سرپرست وزیرانو د کار د دوام په مخ کې تر ټولو مهم خنډونه دي.
د يادونې وړ ده چې دارګ له لوري تر اوسه د بهرنيو او کورنيو چارو، مالیې، کانونو او پټروليم، عامې روغتيا، اطلاعات او فرهنګ، پوهنې وزارت او د ښځو چارو وزارتونو نوماندان معرفي شوي، خو د سپيدار له لوري تر اوسه کوم نوماند وزیر نهدی معرفی شوی.
تر دې مخکې هم ولسي جرګې له حکومته غوښتي چې نوماند وزیران دې د باور رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي، ترڅو د سرپرستۍ فرهنګ له منځه لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ