ads

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي

د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو ترسره کولو په هدف تللي ده، چې اوس یې تمرینات هم پیل کړي دي.

شمس الرحمن شمس
11 چنګاښ 1399
پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي
LEEDS, ENGLAND - JUNE 01: James Anderson of England celebrates dismissing Faheem Ashraf of Pakistan during the 2nd NatWest Test match between England and Pakistan at Headingley on June 1, 2018 in Leeds, England. (Photo by Gareth Copley/Getty Images)

پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته به له انګلستان سره د ټېسټ سیالي سخته وي

دغه خبره د پاکستان کرېکټ پخواني لوبغاړي په یوې مرکه کې کړې ده، نوموړي ویلي چې انګلستان کرېکټ ملي لوبډله په ټېسټ سیالیو کې مخکښه لوبډله ده او زیاته کړې یې ده که پاکستان یوه لوبه هم له انګلستان څخه وګټي دا به د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله د جون په ۲۹ مه انګلستان ته د درې ټېسټ او درې شل اوریزو سیالیو ترسره کولو په هدف تللې ده، چې اوس یې تمرینات هم پیل کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ رسمي لوبې د روان کال اګسټ میاشتې په پنځمه نېټه پېل شي، خو د اوس لپاره د کرونا له کبله قرنطین ده او دجولای میاشتي په اوږدو کې به یوه څلور ورځنۍ تمریناتي لوبه هم له انګلستان سره ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ درې شل اوریزې او درې د ټېسټ لوبې به پرته له نندارچیانو ترسره شي.

د سپټمبر میاشت کې به د پاکستان او انګلستان ترمنځ یادې شپږې لوبې پای ته ورسي او بیا به پاکستان خپل هېواد ته ستنه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA