ads

اروپایي هېوادونو ته د پاکستان په دولتي هوایي شرکت د الوتنو بندیز لګېدلی دی

د راپورونو له مخې د هوایي چلن خوندیتو ادارې د پاکستان هېواد په دولتي هوایي شرکت (پي ای اي) باندې اروپایي هېوادونو ته د الوتنو  بندیز لګولی او ددغه شرکت جواز یې د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

شمس الرحمن شمس
11 چنګاښ 1399
اروپایي هېوادونو ته د پاکستان په دولتي هوایي شرکت د الوتنو بندیز لګېدلی دی

د راپورونو له مخې د هوایي چلن خوندیتو ادارې د پاکستان هېواد په دولتي هوایي شرکت (پي ای اي) باندې اروپایي هېوادونو ته د الوتنو  بندیز لګولی او ددغه شرکت جواز یې د شپږو میاشتو لپاره ځنډولی دی.

ددې ادارې مسوولین وايي، د جواز ځنډولو دغه امر به د جولای له لومړۍ نېټې عملي شي.

دغې ادارې له هغو رپوټونو وروسته دا پرېکړه کړې چې ویل کېږي، پاکستان کې سلګونو پیلوټانو د الوتنې لپاره جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.

د هوایي چلن خوندیتوب ادارې اجرايي مشر پېټرک کايي وایي د پاکستان دولتي هوايي شرکت نه دی توانېدلی د شکاګو کنوانسون له پرېکړو سره سم د خوندیتوب اړین ټول اقدامات پلي کړي.

بل لور د پاکستان هوایي شرکت چارواکو هم دغه رپوټونه منلي او وايي، هغه کسان چې له مخکې یې د دوی ټکټونه اخیستي کولای شي د ټکټ موده وغځوي او یا بېرته خپل لګښت واخلي.

دا بندیزونه پر دغه شرکت هغه وخت ولګول شو،کله چې ددغه شرکت د ۱۵۰پیلوټانو لایسنسونه (جوازونه) جعلي وښتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA