روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۱۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۱زره او ۸۳۶ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۸ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۵۲۰ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۷۴ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵ زره او ۶۵۱ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

