ads

خلیلزاد له ازبکستاني چارواکو سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره د خپلو سفرونو په لړ کې له ازبکستاني چارواکو سره لیدلي دي او له هغوی سره یي د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
11 چنګاښ 1399
خلیلزاد له ازبکستاني چارواکو سره ولیدل

خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، دا به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي.

خلیلزاد ویلي چې په هر هېواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا فرصتونو  په اړه غږیدلی او له هغوی سره یې په دې غور کړی چې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره څه کولای شي.

خلیلزاز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، ځانګړي استازي ارګاشف سره لیدلي او خبري یې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد د بین الافغان خبرو پیلېدو په اړه له جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله سره هم د ویډیو کنفران له لارې خبرې کړې دي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA