اروپایي ټولنې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اوربند یو مهم ګام ګڼي او ټینګار کوي چې باید روان تاوتریخوالی کم او یوه اربند ته زمینه برابره شي.
په هېواد کې ددې ټولنې د استازي دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اختر تر اوربند وروسته افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی او دا وضعیت د منلو نه دی.
دوی په خبر پاڼه کې دا هم ویلي چې روان تاوتریخوالی په راتلونکې بین الافغاني خبرو ناوړه اغېز کولای شي.
په ورته مهال افغان حکومت هم له طالبانو غوښتي چې روان تاوتریخوالی کم او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

