ads

په هېواد کې د کورونا ویروس ۲۷۹ تازه پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۷۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۱زره او ۵۱۷ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
10 چنګاښ 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس ۲۷۹ تازه پېښې ثبت شوې
د تازه ثبت شوو پېښو له ډلې ډېری یې په کابل ولایت کې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۲ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۱۹۷ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۴۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۴ زره او ۳۶ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
ابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA