ads

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو

د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي مني چې د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان شاه محمد شاه د طالبانو په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

محمدخان بریال
10 چنګاښ 1399
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو

د دغه ولایت د والي ویاند زړګی عبادي وایي، شاه محمد شاه پرون شپه شاوخوا اته بجې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار په سویلي برخه کې د وسله والو طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، شاه محمد شاه یو پیاوړی قوماندان و، چې پنځه کاله یې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.
هغه په دواړو سترګو ړند و او تر دې وړاندې د ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه پرې شوي دي.
وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA