ads

ارزګانیان: د شاه محمد شاه قاتلین دې ژر ونیول شي

شاه محمد شاه، چې له نن څخه کابو ۵ کاله وړاندي يې د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د امنيه قومندان په توګه دنده پیل کړه، خلکو ته یې په خبرو کې وویل چې د امنيت تشويش دي نه کوي او دوی يې امنيت ساتلي دي.

احسان الله ولسمل
10 چنګاښ 1399
ارزګانیان: د شاه محمد شاه قاتلین دې ژر ونیول شي
«زه ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم، موږ به د خلکو امنيت په ښه ډول خوندي وساتو. خلک دي هيڅ تشويش نه کوي.»
شاه محمد شاه تېره شپه په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې ووژل شو.
د ارزګان د ولايت مقام وياند زړګی عبادي وايي، پر شاه محمد شاه تېره شپه د مرکز ترينکوټ اړوند د کندهار له اډي سره غلچکي بريد وشوه، چې پرمهال يې قومندان ووژل شوه او د هغه دوه نور ملګري ټپیان شول.
«په ډېري خواشينۍ سره باید ووايم چې موږ يو زړور قومندان شاه محمد شاه تېره شپه ۸ بجي په مرکز ترينکوټ کې په يوه غلچکي بريد کې له لاسه ورکړ.»
پر نوموړي د ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو په شمول ۳۵ لوی او واړه بریدونه شوي. د هغه سترګې پنځه کاله وړاندې د یو ماین په چاودنه کې ړندې شوې.
د سياسي چارو کار پوه امان الله هوتکي وايي، دغه چريکي بريدونه د پوښتني وړ دي.
امان الله هوتکي وايي، شاه محمد شاه د هراود ولسوالۍ د امنيت خوندي ساتلو لپاره وړ کس و او د هغه په وژلو دوی ټول سخت خواشیني دي.
دی له حکومت څخه غواړي چې د شاه محمد شاه قاتلين دې ژر تر ژره په ډاګه او نیسي.
«شاه محمد شاه د ټول د هراود ولسوالۍ امنيت خوندي ساتلي و. دومره زړور قومندان په هېڅ ولسوالۍ کې نه و.»
وسله والو طالبانو بیا د شاه محمد شاه د وژلو پړه منلې ده.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي، جنګیالیو کې هغه په یو غلچکي برید کې له منځه وړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA