ads

په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۲۶ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر دې دمه تر دوه نیم میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۱۲۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
10 چنګاښ 1399
په امریکا کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر تر ۱۲۶ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له لس میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۷۴۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۵۸ زره او ۳۱۴، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۶۵۹، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۴۶، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۸۱۶، په هندوستان کې ۱۶ زره او ۴۷۵، په بلجیم کې ۹۷۳۲، په جرمني کې ۸۹۷۶، په ایران کې ۱۰ زره او ۶۷۰ او په پاکستان کې ۴۱۶۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA