ads

کابل کې د غالیو په یوه مارکیټ کې اورلګېدنه مهار شوه

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ پولیس وایي، چې د ښار څلورمې امنیتې حوزې اړوند د ګل سرخ څلور لاري کې د غالیو یوه مارکیټ کې رامنځته شوې اورلګېدنه یې ژر مهار کړه.

شمس الرحمن شمس
چنګاښ 9, 1399
کابل کې د غالیو په یوه مارکیټ کې اورلګېدنه مهار شوه

د کابل څلورمې امنیتي حوزې اړوند د کابل په ګل سرخ څلور لاري کې د غالیو په یوه مارکیټ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پای ته ورسېده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز کلید ته په خبرو کې وویل چې یاده اور لګېدنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې رامنځته شوه چې د اور ژغورنې ډله سیمې ته په وخت ورسېده او اور یې مهار کړ.

نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA