د کابل څلورمې امنیتي حوزې اړوند د کابل په ګل سرخ څلور لاري کې د غالیو په یوه مارکیټ کې رامنځته شوې اورلګېدنه پای ته ورسېده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فیردوس فرامرز کلید ته په خبرو کې وویل چې یاده اور لګېدنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او شل دقیقې رامنځته شوه چې د اور ژغورنې ډله سیمې ته په وخت ورسېده او اور یې مهار کړ.
نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

