د هلمند د والي ویاند عمر ځواک کلید ته وویل، چې په دې پېښه کې ۲۳کسان وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپیان شوي دي.
« نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې سنګین ولسوالۍ زاړه بازار تر څېمه د دوو چاودنو له کبله ۲۳ ملکي کسان په شهدات رسېدلي دي او ۱۵تنه نور ټپیان شوي دي؛ نو وروسته به وګورو چې چاودنې د څه له کبله رامنځته شوي دي»
بلخوا بیا دوسله والو طالبانو له لورې کلید ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي دې چې نن سهار دسنګین ولسوالۍ پر زاړه بازار کې د۲۱۵میوند قول اردو د دوهمې لوا دځواکونو لخوا د ډی سي توپ برید شوی چې له کبله یې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند سیمه ییز چارواکي بیا دا ادعا ردوي او وایي چې یاده مرګ ژوبله د چاودنو له کبله رامنځته شوې ده.
دوی وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او ژر به یې وروستي جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

