ads

طالبانو تخار کې د ۲۱ افغان سرتېرو د خوشې کولو خبر ورکړی

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، چې په تخار ولایت کې یې ۲۱افغان سرتېري ازاد کړي دي، چې دې سره د طالبانو لخوا له شپږ سوه زیات حکومتي زندانیان خوشې کړي دي.

شمس الرحمن شمس
چنګاښ 9, 1399
طالبانو تخار کې د ۲۱ افغان سرتېرو د خوشې کولو خبر ورکړی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې ماښام پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تخار کې یې ۲۱حکومتي بندیان ازاد کړي او له یوه اندازه مالي مرستې سره یې خپلو کورنو ته لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې په بدخشان ولایت کې هم طالبانو د ۳۴سرتېرو خوشې کولو خبر ورکړی و.

د معلوماتو له مخې افغان حکومت نږدې څلور زره طالب بندیان ازاد کړي دي او طالبانو بیا له شپږ سوو څخه زیات حکومتي زندانیان خوشې کړي دي.

افغان حکومت د طالبانو لخوا د حکومتي زندانیانو خوشې کولو څخه هرکلی کوي، خو وایي چې دې ډلې د هېواد په څو ولایتونو کې یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA