ads

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد د افغان سولې لپاره درې هېوادونو ته په سفر وتلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره قطر،اسلام اباد او ازبکستان هېواد ته په سفر وتلی دی.

شمس الرحمن شمس
9 چنګاښ 1399
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد د افغان سولې لپاره درې هېوادونو ته په سفر وتلی

د افغان سولي لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې د پرمختګ په هدف په سفر وتلی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې خلیلزاد دوحې تاشکند او اسلام اباد ته په سفر روان شوی او ددې سفر په لړ کې د هغو ژمنو په اړه خبرې وکړي چې تر اوسه پورې عملي شوي نه دي په خاصه کې د بین الافغاني افغاني خبرو پیل، د تاوتریخوالي کموالی او پر ټاکلي وخت د بندیانو د خلاصون موضوع تر بحث لاندې ونیسي.

ددغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دي چې خلیلزاد به لومړی دوحې ته ځي، له دې وروسته به اسلام اباد او بیا به د ازبګستان هېواد ته هم سفر وکړي.

د ازبکستان هېواد د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې او ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته حاضر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې د بندیانو پر خلاصون ټینګار شوی او ویلي دي چې خلیلزاد به په دې موضوع له طالبانو سره خبرې ولري.

په دې ورستیو کې افغان حکومت ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو خلاصون ته چمتو دی؛ خو هغه طالب بندیان نه خوشې کوي چې په لویو بریدونو او چاودنو کې یې لاس لرلی وي.

حکومت ویلي چې د خطرناکو طالب بندیانو پر ځای به نور طالب بندیان خوشې کړي.ځینو طالب سرچینو ویلي چې دا ډله به د څو سوه تنو په خاطر د سولې خبرې ونه ځنډوي. تمه ده چې د جولای تر نیمايي پورې د سولې خبرې په قطر کې پیل شي.له خلیلزاد سره په دې سفر کې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرايي رييس ادم بویهلر او یوه پلاوی ملګری دی.ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو د اختلافاتو پر سر دا خبرې تراوسه نه دي شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA