ads

جمهور رییس محمد اشرف غني د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې د امنیت پر تامین ټیګار کړی

جمهور رییس امنیتي بنسټونو ته امر ورکړ چې د بشري حقونو، مدني ټولنې فعالانو او څارنوالانو امنیت د تامین په هدف ځانګړي تدابیر ونیسي.

شمس الرحمن شمس
چنګاښ 9, 1399
جمهور رییس محمد اشرف غني د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې د امنیت پر تامین ټیګار کړی

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د کابینې په نننۍ غونډه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو وحشیانه او تروریستي برید وغانده.

څو ورځې وړاندې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي د کابل د احمد شاه بابا مېنې اړوند سیمه کې د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شول.

تر دې دمه د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی.

د افغان حکومت سربېره د بشر حقونو څار نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو دا حمله وغندله او دا یې د بشر ضد عمل یاد کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA