د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د کابینې په نننۍ غونډه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو وحشیانه او تروریستي برید وغانده.
څو ورځې وړاندې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي د کابل د احمد شاه بابا مېنې اړوند سیمه کې د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شول.
تر دې دمه د دې چاودنې مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.
د افغان حکومت سربېره د بشر حقونو څار نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو دا حمله وغندله او دا یې د بشر ضد عمل یاد کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

