ads

کورنیو چارو وزات: د پولیسو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو مخنیوی مو کړی دی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸کلنو د کم عمره ځوانانو د ګومارنې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه تازه خپور شوی راپور یې لوستی او په اړه یې پخوانۍ هڅې لاپسې غښتلې کړي دي او جدي اقدامات یې ترسره کړي دي.

منصور یوسفزی
8 چنګاښ 1399
کورنیو چارو وزات: د پولیسو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو مخنیوی مو کړی دی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د انسانانو قاچاق په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له ماشومانو څخه د بچه بازۍ لپاره کار اخلي او پر کورنيو چارو وزارت یې تور پورې کړی چې په دې اړه یې هېڅ پلټنې نه‌دي کړي. خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین د دې پر ځای چې د دغې مسئلې سپیناوی وکړي، وايي چې دوی د قانون تطبیق او اصلاحاتو اعمالولو ته ژمن دي.

په راپور کې راغلي، د جنسي ځورونې قربانيانو چې هر کله غږ پورته کړی زندانونو ته استول شوي دي.

راپور د سيمه‌ییزو چارواکو له قوله ليکلي، د پولیسو يو شمېر قومندانان په لرې پرتو سيمو کې په خپلو امنيتي پوستو کې هلکان ساتي او جنسي استفاده ترې کوي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم د امريکا بهرنیو چارو وزارت د راپور موضوع مهمه بولي، مګر زیاتوي چې دوی په دې اړوند کره اسناد نه‌لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کابل ساحوي دفتر رييس رحمن علي جاويد وايي، ښايي په ناامنو سیمو کې دغسې موارد موجود وي

په ورته وخت کې مدني فعالان له حکومت غواړي چې دا موضوع ښه وپلټي او د امنیتي ځواکونو لیکي له دغسې بې‌بندوباره افرادو څخه پاکې کړي.«په دې اړه کمېسیون خپلې اندېښنې د ماشومانو په اړه څرګندې کړې دي، او دا یې هم شاید یو له هغه موضوعاتو وي»

مدني فعال عبدالودود پدرام وايي، د هلکانو ساتل او له ماشومانو څخه جنسي ګټه‌اخستنه له پخوا راهیسې موجوده ده او ډېر راپورونه په دې اړه خپاره شوي.«له بده مرغه له پخوا دا موضوع موجوده وه، چې د پولیسو په لیکو کې به له کم عمره ماشومانو څخه جنسي استفاده کېده او په لرو پرتو سیمو کې به محلي پولیسو قوماندانانو لخوا به ساتل کېدل»

خو د کورنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې او غږیز پیغام په ترڅ کې چې خپور کړی، د دې پرځای چې د موضوع په اړه وضاحت وکړي، په مبهم ډول ویلي دي چې د قانون د تطبیق او اصلاحاتو پلي کولو ته ژمن دي.

د دغه وزارت ویاند طارق آرین وايي:«ددې لپاره موږ پلانونه لرو او ددې لپاره د کورني امنیت په نوم ریاست رامنځته شوی او هغه د پولیسو څخه څارنه کوي او بل دا چې د ابس په نوم سیسټم رامنځته شوی چې په اساس یې اتیا سلنه ددې موضوع مخنیوی شوی او لاهم په دې برخه کې خپلې هڅې کوو»

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان حکومت په بېلابېلو ادارو له ښوونځیو نیولې تر ارګه پورې د جنسي استفادو تورونه لګول شوي دي، خو حکومت ورباندې هېڅ غوږ نه‌دی ګرولی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA