روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۵۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۹۶۷ تنو ته ورسېد.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکی وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۴ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۲۰۰۴ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۳۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۲ زره او ۶۷۸ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

