هند کې ګرځبندیز لاهم په جدي توګه روان دی او هلته هر څه په مکمل ډول بند دي، پاکستان کې بیا ګرځبندیز کې نرمښت راغلی او په کمو ځایونو کې بندیز شته؛ خو هلته تعلیمي ادارې لاهم بندې دي.
چارواکو وایي چې تعلیمي ادارو ته به د جولای په دوېیمه نېټه اجازه ورکړل شي.
په تېرو ۲۴ساعتونو کې په پاکستان کې شاوخوا ۳۵۰۰تنه په کرونا ناروغۍ اخته شوي او ۹۳تنه ترې مړه شوي دي.
بلور ته هند کې بیا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۲۰زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي او تر ۱۴۰۰تنه ترې مړه شوي دي.
پاکستان کې چارواکي وایي، چې تر دامهاله له دوه سوه زره ډېر کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دې ناروغۍ څخه ۴۰۹۸تنه ترې مړه شوي دي.
په ورته مهال هند کې ۵۰۹زره تنو څخه زیات وګړي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي او تر ۱۶زره زیات وګړي ترې قرباني شوي دي.
پاکستان کې د کرونا ناروغانو په ډېرېدو د عمران خان اندېښنه
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

