د هلمند ولایت امنیه قومانداڼۍ مطبوعاتي امر محمد زمان همدرد کلید ته وویل، چې نن ماسپښین شاوخوا درې بجې ددې ولایت په واشیر ولسوالۍ د شیخي مانده په سیمه کې د ملکي وګړو یو عراده ټونس موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو چې د چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول.
د پېښې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

