ads

له ایران او پاکستان څخه ۳۸۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وایي، چې د روان عیسوي کال د پیل راهیسې کابو ۳۸۰زره افغان کډوال له بهرنیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

منصور یوسفزی
8 چنګاښ 1399
له ایران او پاکستان څخه ۳۸۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي
To go with AFGHANISTAN-IRAN-REFUGEES-DRUGS, FEATURE by Emmanuel PARISSE This photograph taken on May 27, 2015, shows migrants who have crossed into Afghanistan from Iran as they walk at Islam Qala on the outskirts of Herat near the border between Afghanistan and Iran. At Zero Point, the main border crossing between Afghanistan and Iran, hundreds of Afghan labourers return to their homeland each day. Some are exhausted by gruelling working conditions, but many others bear the hallmarks of heroin addiction they acquired while in Iran. AFP PHOTO / Aref Karimi (Photo by Aref Karimi / AFP)

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان ميلادي کال له جنورۍ تر اوسه شاوخوا۳۸۰زره افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راګرځېدلي دي.

د وزارت مسوولین زیاتوي چې له راستانه شویو کډوالو سره د روغتیايي اسانتیاوو او سفريې په برخه کې مرستې شوې دي.

د ياد وزارت وياند سعيد عبدالباسط انصاري وايي، له دې ډلې ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور یې له ايرن څخه راګرځېدلي دي.

نوموړی زياتوي، ډېر کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي. د انصاري په خبره، اوس‌مهال شاوخوا ۲،۴ ميليونه افغانان په پاکستان او ۲،۵ ميليون بيا ايران کې کډوال دي.

دی ټينګار کوي چې په ايران، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰تنه افغان کډوال د کرونا له امله مړه شوي. د دغو تلفاتو ډېره شمېره په ایران کې ده.« د ۲۰۲۰م کال په لومړۍ میاشت څخه تراوسه ۳۸۰زره افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو څخه راستانه شوي دي او ۵۵زره یوازې له پاکستان څخه راستانه شوي دي»

بل لور ته د نظر خاوندان بيا د کډوالو بېرته راستنېدل مثبت ګام بولي، خو اندېښنه څرګندوي چې حکومت ورته اړینې اسانتیاوې نه‌دي برابرې کړې.

لیکوال او ژورنالیست ضمير ساپی وايي، ډېر کله د سيمې په هېوادونو کې له کډوالو څخه ناوړه استفاده کېږي او بېرته راستنېدل یې ښه اقدام دی. دی زياتوي، دولت ته پکار وه چې کډوالو ته یې ښارګوټي جوړ کړي وی او د ژوند نورې اسانتياوې یې ورته برابرې کړې وای.

د ساپي په خبره، حکومت په دې برخه کې د کډوالو لپاره څه نه‌دي کړي.« افغانستان ته بېرته دافغانانو راتګ باید په نیک پال باندې ونیسو، ځکه افغانستان کې چې جنګ جګړې دي چې تر ډېره افغان کډوال پاکستان ایران او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او په یادو هېوادونو کې افغانان ډېر استفاده شوي دي»

په افغانستان کې د کډوالو ماموريت نړيوال سازمان یا ای او ایم په خپل اوونیز راپور کې چې د روانې جون مياشتې له ۱۴مې تر ۲۰مې خپور شوی، ویلي چې د روان ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه ۳۳۹ زره او ۸۷۱ تنه له ايران او پاکستان څخه بېرته راګرځېدلي دي.

په راپور کې راغلي چې له ایران څخه ۳۳۷ زره او ۸۷۱ تنه او له پاکستان څخه ۱۸۷۱ تنه راغلي دي.

په راپور کې ويل شوي چې له پاکستان څخه ډېر شمېر کډوال د تورخم او ايران څخه بيا د اسلام قلعه بندر له لارې راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده څه موده مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د رهبرۍ محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته لاړ څو له ایراني چارواکو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو بد او له تاوتریخوالي ډک چلند وڅېړي.

ایراني سرتېرو په کابو په تېرو دوو میاشتو کې په دوو جلا پېښو کې څو تنه افغانان یا په ډزو وویشتل او یا هم سیند ګوزار کړل چې ۱۷تنه یې اوس هم لادرکه دي.

دغه سفر که څه هم د دې لامل شو چې ایران د مهاجرو په رابطه د همکارۍ یوه تړون ته غاړه کېږدي. خو د افغانستان کډوالو ستونزې د چورلټ حل له‌پاره د افغانستان حکومت مسوولیت لري چې د مهاجرو  بېرته ستنولو له‌پاره جداً لاس په کار شي او زمینه ورته مساعده کړي.

د امنیت ټینګښت، د کرنې، صنعت، سوداګرۍ پراختیا او د کاري فرصتونو رامنځ ته کول هغه برخې یا سکټورونه دي چې هېواد ته د مهاجرو په بېرته ستنولو کې ډېره مرسته کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA