ads

رونالد کوبیا: افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو نه دي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا د طالبانو لخوا ورستیو بریدونو ته او د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

شمس الرحمن شمس
8 چنګاښ 1399
رونالد کوبیا: افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو نه دي

د افغانستان لپاره د دغي ټولنې استازي رونالډ کوبیا په خپله ټوېټر پاڼه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیزانو او بهرنۍ تګلارې د مشروانو د ګډې اعلامیې هغه برخه خپره کړې ده چې په کې د طالبانو وروستي بریدونه غندل شوي دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي دي، چې د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل او د طالبانو لخوا بریدونه د منلو نه دي او دا بریدونه یې د تړون خلاف بللي دي، دوی په اعلامیه کې اندېښنه ښودلې ده چې روان تاوتریخوالی بین الافغاني خبرو په اړه لیدلوری کمزوری کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې له دې وړاندې د مۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او  له  افغانستان سره یې د خپلو مرستو ډاډ ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA