د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه دا برید غیر بشري عمل یاد کړی او له افغانانو یې غوښتنه کړې چې د ورته چېلنجونو سره مبارزه وکړي او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره خپل حرکت ته دوام ورکړي.
همدارنګه په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسون هم دا پېښه غندلې ده او د پېښې له قرباني شویو کورنیو سره یې غم شریکي څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي چې ورته بریدونه په هیڅ صورت د منلو نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم دغه برید غنلی او ویلي چې د بشري حقونو پر مدافعینو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی او په اړه یې د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو او یو شمېر نورو سفارتونو هم د بشري حقونو پر کار کوونکو دغه برید غندلی دی.
افغان چارواکو هم یاده پېښه غندلې او دا یې یو بزدلانه عمل بللی دی
بلور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو په وژنه کې لاس نه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

