ads

افغان حکومت: د ۴زره امریکایي سرتېرو وتل به پر افغان ځواکونو اغېز ونه لري

افغان حکومت وایي، د ۴زره امریکایي سرتېرو په وتلو سره به د افغان سرتېرو د روزنې او سلامشور پر بهیر هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

شمس الرحمن شمس
8 چنګاښ 1399
افغان حکومت: د ۴زره امریکایي سرتېرو وتل به پر افغان ځواکونو اغېز ونه لري

له افغانستان د ۴زره امریکایي سرتیرو ایستلو په تړاو د حکومت غبرګون

د جموري ریاست ویاند صیق صدیقي پرون شنبه خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، چې اوس لپاره په افغانستان کې ۸۶۰۰سرتیري موجود دي او دا د افغان سرتیرو روزنې او سلامشورو لپاره بسنه کوي.

نوموړي زیاته کړه امریکا او افغانستان دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې دا د سرتیرو شمېر پورې تړاو نه لري.

تېره ورځ دوو امریکایي چارواکو بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې امریکا له افغانستان څخه ۴زره امریکایي سرتیري وباسي، چې ددې سرتیرو له ویستلو سره به د امریکایي عسکرو شمېر په افغانستان کې ۴۵۰۰تنو ته راکم شي.

دوی همدارنګه زیاته کړې چې د ۴ زره نورو سرتېرو په وتلو سره به له افغانستان نه د ټولو امریکايي سرتېرو وتلو ته زمینه برابره کړي.

په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې له افغانستان د امریکایي سرتېرو کمښت به د افغان ځواکونو د مشورې ورکونې او روزنې باندې منفي اغېزې له ځان سره ولري.

بلور ته امریکایي سناتورانو تازه یوه طرحه جوړه کړې ده چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پروسه څارنه کېږي او اړتیاوو او وضعیت ته په کتو به پرېکړې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA