ads

په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۶۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۰زره او ۶۱۶ تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
7 چنګاښ 1399
په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۶۵ تازه پېښې ثبت شوې
دغه وزارت وایي، ډېری ثبت شوې پېښې په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې دي.
د وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۲۰ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۳۶۸ تنه ترې رغېدلي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۰۳ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۰ زره او ۶۷۴ تنو ته ورسېد.
روغتیا وزارت له هېوادوالو غواړي چې دا ناروغي جدي وګڼي او لازم روغتیایي تدابیر ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA